حسن ابدال 08 اګست (اے پي پي) لنډ مهاله وزیراعظم جسټس (ر) ناصر الملك په زد?? كوٶنكو زور رواړې چې په مينه او خوارۍ سره زدكړو له هڅې روانې وساتي او اخلاقي زده كړو ته هم پام لرنه وكړي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د الماماتر پرېزنټېشن کانوېنټ هائي سكول دورې په مه??ل خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل زد?? كوونكي په ټولنه كښې په زړه پورې بدلون لپاره مهم كردار ترسر?? كوي۔ وزیراعظم د خپل سكول وخت د كال 1957 نه تر 1963 د ابتدائي كلونو ذك?? كولو سره ووئيل زه د شپږو كالو په عمر كښې د يو بورډنګ زد?? كوٶنكي په توګه سكول كښې داخل شوې ووم۔ ده ډېر په اشتياق سره د تېر وخت ذك?? كولو سره ووئيل سسټر جيمز څوك چې د خپل سخت مزاجۍ په سوب ډېره نوميالۍ وه ما ته زما د صلاحيتونو په سوب ډبل پروموشن راكړو۔ ده ووئيل د سوات د لرې پرتې سيمې سره د تعلق په سوب به زه په كال كښې يوازې دوه ځله خپلې مورنۍ سيمې ته تللم او كورنۍ سره به مې رابطه په مياشت كښې د خط د لارې كېدله۔ ده زد?? كوٶنكو ته ووئيل كله چ?? تاسو سكول پرېږدۍ نو دا وخت به د خپل ژوند د پياوړي وخت په توګه يادوۍ۔ په دې موقع خپلو ستاذانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وزيراعظم ووئيل د سختۍ باوجود زه د خپلو استاذانو چا ته چ?? سسټرز وئيل كېدلې مونږ به ئې ډېر زيات احترام كولو۔ ده باور څرګند كړو چې اوسني استاذان به هم د ادارې اعلٰې معيار په ځائ وساتي كومه چ?? د ادارې پېژندګلې ده۔ په دې موقع د سكول پرنسپلې پروین برکت ووئيل زمونږ سكول لپاره دا د اعزاز خبره ده چ?? د خپل پخواني زد?? كوٶنكي څوك چې اوس د هېواد وزيراعظم دے هركلے كوي
متعلقہ مضامین
-
Glacier melt in Gilgit-Baltistan raises severe flood risk
-
Court orders to exhume womans body
-
Saad Rafique calls for amendments to PECA law
-
PSL 10: Quetta Gladiators thrash Peshawar Zalmi by 80 runs
-
EVO آن لائن قابل اعتماد بیٹنگ داخلہ
-
NA session suspended till house in order
-
Standing committees reports on finance, revenue presented in Senate
-
Walkout in Senate over Nisars comments on sectarianism
-
جیادوباو الیکٹرانکس کی سرکاری ڈاؤن لوڈ ویب سائٹ سے جدید سافٹ ویئر اور ڈرائیورز حاصل کریں
-
مالا ریوارڈز آفیشل گیم پلیٹ فارم ڈاؤن لوڈ کی مکمل گائیڈ
-
این ایس الیکٹرانکس آفیشل انٹرٹینمنٹ پلیٹ فارم: ڈیجیٹل تفریح کا نیا دور
-
EVO آن لائن: دیانت دار تفریحی لنکس اور آپ کی تفریح کا نیا طریقہ